سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت په تړاو د نیکولای یتروشیف وروستۍ ادعا په کلکه رد کړ

کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي  نیکولای یتروشیف هغه ادعا په کلکه رد کړې، چي د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته کېدل یې امریکا ته منسوب کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته، د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و، چې په خپل هېواد کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د ۹۰مو کلونو ملوک الطوائفي او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه یوړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی.

سرچینې همدارنګه ویلي، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي بولي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانیدلی، چې په ټول هېواد کې امنیت په ښه ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي؛ او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري.

سرچینې ټینګار کړی، چې په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا