سیاستخبرونهاقتصادTOP

د بهرنیو چارو وزیر: ایران دې په بانکونو کې د افغان سوداګرو پر پولي حسابونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د ایران د جمهور رییس له ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي، په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان او مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره وکتل.
په دې کتنه د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې اوس یې وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه یې وکړه چې د تجارت او ترانزیټ په برخه کې سهولتونه رامنځته شي.
ښاغلي متقي په ایراني بانکونو کې د افغان تجارانو په پولي حسابونو باندې د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې یې د افغان مهاجرینو او تجارانو ستونزې شریکې کړې.
د بهرنیو چارو وزیر له ایراني پلاوي سره د ایران په زندانونو کې د افغان محبوسینو د خلاصون او برخلیک د معلومېدو په تړاو او افغان حکومت ته د سپارلو په باب هم خبرې وکړې. هغه په کرمان کې د رامنځته شوې پېښې او ترهغې وروسته پېښو په تړاو له ایراني پلاوي وغوښتل چې هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې په داسې کړنو سره د داوړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.
په همدې حال کې د ایران د جمهور ريیس خاص استازي قومي افغانستان ته پر خپل سفر خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کې افغان حکومت وښوده چې په هېواد کې یې سرتاسري امنیت تامین کړی دی او د افغانستان په ټوله جغرافیه تسلط لري. نوموړي د متقي د غوښتنو او څرګندونو په تړاو سره وویل؛ لازم بولي چې د ایران-افغانستان ترمنځ د ټرانزیت او تجارت د ودې لپاره سهولتونه ایجاد کړي. ښاغلي قومي د افغان تجارانو د بانکي حسابونو په تړاو وویل، چې دغه موضوع یې له خپل مرکزي بانک سره شریکه کړې ژر ده چې رامنځته شوې ستونزه حل شي. نوموړي یادونه وکړه چې د افغان محبوسینو او افغان کارګرو د ستونزو په تړاو به له مربوطه ادارو سره د حل په پار ناستې ترسره کړي.
د ناستې په پای کې هوکړه وشوه چې د یو شمېر موضوعاتو د حل لپاره به د افغان حکومت له بېلابېلو ادارو جوړ هیئت ایران ته سفر وکړي او هلته به له نږدې له کوربه چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح او شریکې کړې.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا