کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال نږدې ۲۰۰ تولیدي فابریکو ته جوازونه ورکړل شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس امام الدین سنايي زاده له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۷۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي چې په کې نږدې ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
سنايي زاده زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د تېرو دوو کلونو په لړ کې صنعت کارانو ته ګڼې آسانتیاوې برابرې شوې او په دې لړ کې نږدې ۲۰۰ فابریکو ته جوازونه ورکړل شوي دي.