امنیت

درې تنه دجمهوررييس دجعلي لاسليک کولو په تور ونيول شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٥ :
دريو تنو چې  غوښتل  يې دجمهوررييس احمدزي له  جعلي لاسليک څخه په استفادې سره دچارتراشو لرګي پاکستان وليږدوي دکونړولايت دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغه درې ته چې دسيمې اوسيدونکي بلل شوي دي  دجمهوررييس جعلي لاسليک يې دکونړولايت سيمه ييزو مقاماتو ته وړاندې کړي دي او له دې لارې يې غوښتل  دوه موټره  چارتراش لرګي پاکستان ته وليږدوي.
دکونړوالي شجاع المک جلاله  دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  کله چې دډاکتر
اشرف غني احمدزي په جعلي لاسليک دغه مکتوب ده ته ورسيد،هغه پرې مشکوک  شو او دجمهوررييس دفتر سره له اړيکې وروسته پوه شو چې دغه لاسليک  جعلي دى.
دکونړ والي وايي ټول رسمي مکتوبونه دچارو دادارې له لارې  اوپه تجارتي برخه کې دماليې دوزارت له خوا ولايتونو ته ليږدول کيږي .خو دغو دريو تنو دجمهور رييس  په جعلي لاسليک  مکتوب جوړ کړي و .
دکونړ پوليس وايي چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته