خبرونهټولنهTOP

له پاکستان څخه څه باندې ۸۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون (د لړم ۲۷مه) نېټه د کندهار سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې ۸۴۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپین بولدک له لارې ۵۶۵ کورنۍ چې دوه زره ۹۵۹ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي او دغه راز د تورخم له لارې ۲۸۲ کورنۍ چې ۱۶۴۰ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې راستنې شوې کورنۍ د ټاکل شویو کمېټو له لوري بېلابېلو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته