امنیت

د دوو څارنوالانو دندې د اداري فساد په تور وځنډول شوې

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د لويې څارنوالۍ ادارې اعلام کړى دى چې د دوو څارنوالانو دندې نن د اداري فساد په تور ځنډول شوې دي.
د دغې ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کاپيسا د کورني او بهرني امنيت له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ رياست د تحقيق د څارنوال او د تخار د چال ولسوالۍ د تحقيق د څارنوال دندې د لويې څارنوالۍ له خوا تعليق شوې دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه څارنوالان د هغوى له خوا د پيسو د غوښتنې په اړوند د خلکو له شکايتونو وروسته تر تعقيب لاندې ونيول شول او پېښه د لويې څارنوالۍ ادارې تر جدي څېړنې لاندې ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته