کابل باختر د مرغومي ۳مه
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د دوى په سنګرونو د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په پټنځيو بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد د ځواکونو په دې بريدکې د وسله والو طالبانو پټنځي هم دړې وړې شوي او شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: وسله والو طالبانو د يولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولوبوخت وو چې پرې بريد وشو .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ