سیاست

جمهور رئیس غني ته په اداري او مالي معینیتونو کې د اصلاحاتو طرحه وړاندې شوه

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وزارتونو د معینیتونو او د خپلواکو ادارو په مالي او اداري معاونیتونو کې د اصلاحاتو  د طرحې په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون له غرمې وروسته  جوړه شوه، د هېواد د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري د وزارتونو د معینیتونو او خپلواکو ادارو د اصلاحاتو طرحه چې په مالي او اداري معاونیتونوکې د بودجې د زیات موثریت او ښه والي او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې ده، وړاندې کړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس د یادې طرحې د موخو او موثریت په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او ويې ویل، دا طرحه د چټکو او موثرو خدمتونو د برابرولو او دغه راز په دولتي اداروکې د ظرفیت لوړولو او د کارونو د موثریت او د بودجې د پرځای مصرف او مدیریت په موخه ترتیب شوې ده.
محمداشرف غني وړاندې شوې طرحه وستایله او د هېواد د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له مسوولېنو یې د دغې اصلاحي طرحې د جوړولو له امله مننه وکړه او د استخدام په ټولو پروسوکې یې پر معیار، شفافیت او قانونیت ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني، په ادارو کې د صلاحیتونو او مسولیتونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دولتي ادارو کې د مراتبو لړ (سلسله) مهمه موضوع وبلله.  هغه په ادارو کې د مسلک او کاري تجربې ترمنځ په تعادل ټېنګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د استخدام پروسې باید د یوه واضع  چوکاټ  له مخې ترسره شي تر څو ټولو هېوادوالو او په شرایطو برابرو کسانو ته په مساوي توګه د سالم رقابت زمینه برابره شي.
همدارنګه یې د وړ افرادو استخدام کې د شفافیت تامین مهم وباله او په دې برخه کې یې د مسئولېنو لا زیاته پاملرنه وغوښتنه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته