سیاست

سرتاج عزيز: واشنګټن او اسلام آباد دافغانستان دراتلونکې په باب داعتماد جوړولو په لټه کې دى.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دپاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج   عزيز   پرون د پاکستان له   راډيو سره په
مرکه کې څرګنده کړه امريکا له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو له وتلو وروسته دپاکستان په ارزښت پوه  شوى ده  .
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : 
ده په دې مرکه کې ويلي دي واشنګټن او اسلام آباد دافغانستان د راتلونکې په باب د باور جوړولو په لټه کې دې او په  زياتو برخو کې له يوبل سره موافقه لري.
په همدې حال کې په امريکا کې دپاکستان پخوانى  سفير شاهد امين رسنيو ته ويلى دي  امريکايي مقامات په ښه ډول پوهيږي چې له پاکستان سره اړيکې زيات ارزښت لري او بايد داسې کار  و  نه کړي چې داسلام آباد د ستراتيژيکي موقعيت له  لاسه ورکړي.
په   امريکا کې پاکستاني کارپوه اکمل عليمي هم دپاکستان له راډيو سره په مرکه وويل   دامريکايي ځواکونو يوه  برخه له افغانستان څخه  وځي خو ددغو ځواکونو يوه  برحه چې  ټاکل شوې  ده  دغه راز په افغانستان پاتې شي   په هيڅ   صورت به    د طالبانو دځپلو په  لټه کې نه وي.
عليمي زياته کړه طالبان تر اوسه پورې کمزوري  شوى   نه دي   او پاکستان  ترجيع ورکوي دپخوا په شان له هغوي  سره خپلې اړيکې وساتي  .
له بله پلوه  امريکا تراوسه   پورې  په افغانستان کې نه  ده منل شوي   او  د  ځان دتثبيت لپاره د طالبانو او پاکستان مرستې ته اړتيا  لري .
په همدې حال کې دامريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري  ويلى دي چې هيواد يې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دکمولو په حال کې دي او له دغه هيواد څخه دخپلو ټولو ځواکونو دايستلو په فکر کې نه دى .
د امريکا دبهرنيو چارو وزير  جان کري په پاکستان کې په يوه  خبري غونډه کې ويلى دي چې هيواد يې او يو شمير نور هيوادونه  ژمنه کړى ده   چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به په افغانستان کې پاتى شي او له ډار اچونکو سره جګړې
او دافغان امنيتي ځواکونو سمبالولو او روزنې ته  دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته