کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر
د هرات والي وايي چې د هرات ښار په کچه د ملکي، پوځي او د عدلي او قضايي بنسټونو د ادارو هېڅ يو کارکوونکى له بې سنده او غير قانوني وسايطو څخه د ګټې اخيستنې اجازه نه لري .
د دولتي ادارو د کارکوونکو د غير قانوني وسايطو د تګ راتګ د مخنيوي بهير نن د هرات ولايت په اداري ټولنه کې پيل شو او څو بې سنده موټرونه چې له هغو څخه د دولتي ارګانونو کارکوونکو ګټه اخيسته، د ترافيکو مديريت ته ولېږدول شول .
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د پوځي شورا د طرحې د تطبيق په کارکې د جديت ډاډ ورکړ او د بازار پر عمومي حالت باندې يې د دغې طرحې د مثبتو پايلو په نسبت خوښي څرګنده کړه.
د هرات والي وويل: د دولتي ادارو هېڅ يو کارکوونکى له بې سنده او غيرقانوني وسايطو څخه د ګټې اخيستنې حق نه لري.
د هرات د ولايتي شورا رييس کامران عليزايي هم د دغو اقداماتو له دوام سره خپل ملاتړ او قدرداني څرګنده کړه.
هغه زياته کړه: د پوځي شورا د طرحې عملي کېدل د نظم د بيا احياکېدو سبب شوي دي.
په همدې حال کې د هرات د ترافيکو مدير سمونوال حسيني وايي: په تېرو دوو اوونيوکې چې دغه طرحه د عملي کېدو په حال کې ده؛ هېڅ داسې ناوړه ترافيکي پېښه چې د مړيني او يا هم د سخت ټپي کېدو سبب شوې وي؛ په هرات ښار کې نه ده ثبته شوې.
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل