سیاست

مشرانو جرګې پاکستان ته د هېواد د جمهورريیس سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٩مه
د ملي شورا مشرانو جرګې غړو پاکستان ته د هېواد د جمهور رئیس سفر د لاسته راوړنو ډک وګڼه او د دې تر څنګ یې د روانو موضوعګانو په اړه بحث او نظریې بدلې کړې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو پاکستان ته د جمهور رئیس سفر او د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو سره په سوداګرېزو او ترانزیت ساحو کې د نوموړي لیده کاته ګټور وګڼه او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د افغانستان سولې او سوداګریزو اړیکو پر وړاندې په خپلو ژمنو رښتینې پاتې شي تر څو د سیمې هېوادونه د امنیت او اقتصاد په مهمه کړۍ بدل شي.
غونډې په قطر هېواد کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ډلې تر منځ د خبرو اترو اووم پړاو څخه یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې په تیرو پړاوونو کې د ناستو اصلی محور د طالبانو ډلې او د امریکا متحده ایالاتو په ګټو څرخېده او اوس تمه ده چې د خبرو اترو په دې پړاو کې د افغانستان د خلکو ګټو ته پاملرنه وشي ځکه د افغانستان د ونډې او رول پرته هیڅ ناسته به مطلوپه پایلې ونه لري.
همدا راز یو شمېر سناتورانو د جمهور رئیس د پخوانۍ سلاکارې مېرمن فرخنده زهرا نادري څخه د پګړۍ پر وړاندې د څادري تر نامه لاندې د نندارتون د جوړېدو په موخه نیوکه وکړه او پګړۍ او څادري چې د ملي او مذهبی فرهنګ برخه ده، سپکاوې یې د عدلي او قضایی څېړنو وړ وګڼه چې په دې برخه کې مصوبه هم صادره شوه.
د مجلس غړو ولسي جرګه کې د کړکیچ د حل څخه هرکلې وکړ او د مجلس د رئيس په توګه یې ښاغلي میررحمن رحماني ته د مبارکي تر څنګ د نوموړي د ټاکنیز سیال له ګټلو څخه د خان محمد وردګ د مناسب چلند څخه مننه څرګنده کړه او همدا راز د یاد مجلس د اداري پلاوی د چټکو ټاکنو غوښتونکې شول ترڅو د ملي شورا کاري چارې په عادي ډول جریان پیدا کړي.
د جنرال عبدالرازق صافي په مشرۍ د تخار ولایت د تالقانو ښار اړوند د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو له پایلو او د نوموړي د لاسته راوړنو څخه یادونه، د رسنیو د ګواښلو په موخه د طالبانو په ډلې نیوکې، بغلان او کندز ولایتونو کې د وګړنیزو پاڅونوالو د یوشمېر کسانو او د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو د مدیر په وژنو د خواشینۍ څرګندول، د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې د کرکټ د ملي ټیم بایلل او په یادې ټیم د اصلاحاتو په راوړلو ټینګار او ځینې نور مسایل د نن ورځې له آزادو پحثونو څخه وو چې مطرح شول.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې پاکستان ته دجمهوررییس د سفر په جریان کې د نوموړي د مدبرانه دریځ څخه هرکلې او ملاتړ وکړ او ویې ویل، که په تیرو کلونو کې د اړوندو مسایلو په هکله دا ډول شفاف دریځونه ترسره شوې وای، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په پالیسیو کې د بدلون امکان شونې وو او زیاته یې کړه، د دې وخت رارسېدلې دې چې پاکستان د تاوتریخوالي ډک سیاست پریږدي او د نن ورځې د نړیوالو واقعیتونو په درک سره افغانستان سره همکارۍ او ښه ګاونډیتوب ته حاضر شي.
د مشرانو جرګې رئیس هم پګړۍ او څادري ته سپکاوی د هېواد اسلامي او فرهنګي لارښوونو سره په ټکر کې وګڼه او ویې ویل، نباید د پردیو هېوادونو پروژوي ماموریتونو ترسره کولو له پاره خلک حساسو مسایلو ته چې د افغانستان د مسلمانانو سره لیکه ګڼل کیږي سپکاوی وکړي.
فضل هادي مسلم یار یو ځل بیا د جمهور رئیس څخه وغوښتل تر څو د روغې جوړې د عالي شورا غونډې جوړې له دې لارې د سولې اړوند موضوعګانو د پرمختګ د څرنګوالي په تړاو د سیاسي جریانونو نظریې راټولې او د یوه واحد آدرس څخه یې د سولې خبرو اترو په جریان کې وکاروي او هم یې د زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل تر څو د طالبانو له خوا د رسنیو د ګواښلو موضوع د یادې ډلې مشرتابه سره د خبرو اترو په جریان کې مطرح کړي او همدا راز په وروستیو کلونو کې د رسنیو کارکوونکو د قربانیو څخه د یادونې تر څنګ د امنیتی بنسټونو وغوښتل شول تر څو د خبریالانو او رسنیو د امنیت د ټینګښت په موخه هر اړخیز تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.
د مجلس رئیس ولسی جرګه کې د اختلافونو د حل څخه په هرکلي سره ژمنه وکړه چې مشرانو جرګه د تېر په څېر د ملي شورا په ورسپارل شویو چارو کې د ولسی جرګې سره ګډو او متقابلو همکاریو ته آماده ده.
د غونډې په پای کې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون رئیس ډاکټر زلمي زابلي د یاد کمېسیون د کاري اجرااتو څخه رپوټ وړاندې کړ چې په یاد رپوټ کې د مالیې وزارت کاري ساحو کې د پام وړ فساد د شتون څخه یادونه وشوه چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر تحصیل کړي ځوانان چې د آزادې سیالۍ د ترسره کولو له لارې د ولایتونو د مستوفیتونو اړوند بستونو کې بریالي شوي وو خو د نوموړي وزارت له خوا تر اوسه دندو ته نه دي پیژندل شوي، همدا راز د وزارت د ریسانو څخه یو تن چې په مالي فساد تورن دې، په یوه وخت کې ورته د درېو ریاستونو چارې سپارل شوي دي، د دې تر څنګ تر اوسه د مخابراتي خبرو د خدمتونو د محصول عوایدو د راټولولو څرنګوالې روښانه نه دې او د عوایدو راټولول د قانون خلاف دوام لري.
ډاکټر زابلي په خپل رپوټ کې یو شمېر بنسټونو کې د هېوادوالو د حقوقو د پامه غورځول، د سوداګرو څخه د کانونو او پترولیم د پخوانی وزیر سید سادات منصور نادري او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سرپرست محمد فهیم هاشمي د پوروړتیا او د نوموړو له خوا د یادو پورونو د نه ورکړې څخه یادونه وکړه، د هېواد د جمهور رئیس څخه یې وغوښتل تر څو دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي، ټاکل شوې د یاد رپوټ مکمل جریان سبا د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپور شي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته