نړۍ

ناتو لس مليونه ډالر غواړي روسيې يې ردوي .

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

 روسيې په ناتو تور ولګاوه چې دافغانستان په وړاندې د دغه هيواد طرحي په پام کې نه دي نيول شوي .

 روسيې مقامات ناتو  له هغه وروسته دافغانستان په وړاندې ددغه هيواد طرحو ته په نه پاملرني تور لګوي چې ناتو دامريکا په شيکاګوکې ددغه سازمان دمشرانو دوروستي غونډې په بهير کې له روسيې څخه دافغانستان دامنيتي مرکزونو لپاره دلسو مليونو ډالرو مرستي غوښتنه وکړه روسيې  داغوښتنه رد کړه .

 دافغانستان لپاره دروسيې ځانګړي استازي دافغانستان مطبوعاتو ته ويلي دي هيواد يي په افغانستان کې دلانجو دحل کولو لپاره طرحه لرله خو ناتو په پام کې نه ده نيولي .

 دادناتو او روسيې داړيکو په باب ديوه روسي مقام نوى څرګندونې دي

 سره له دې چې دافغانستان   په وړاندې له ناتو سره دروسيې اړيکي زياتي  همغږي څرګندي شوي او دشمالي اتلانتيک  تړون له روسيې  او دمنځني اسيا هيوادونه څخه دافغانستان په لور د بديلي اکمالاتي لارې په توګه استفاده کوي .

  دروسيې ددغه مقام له خبرو څخه  څرګنديږي چې لااوس هم دنړۍ ديوه مطرح پوځي او اقتصادي قدرت په توګه دروسيې او شمالي اتلانتيک دتړون په اړيکه کې چې دپوځي همکاري ديو شمير  هيوادو داتحاد څرګندوي دي کړکيچونه  شته   

 دسياسي پوهانو  په باور  لکه څنګه چي ناتو يي دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره دمرستي په توګه مطرح  کوي او روسيه هغه ردوي  ، ددي څرګندوي دي چې سيمه ئيزي سيالۍ دغه راز دوام لري او له بده مرغه افغانستان بيا هم په دغه شان سياليو کې ښکيل دي .

 دسيمې دپريمانه طبيعي زيرمو شتون او جيو پولتيک ارزښت به له شک پرته دغه شان سيالۍ سختي کړي په داسي حال کې چې  دافغانستان خلک په يوه هغه سياسي  تعقل  چې دټولو ګټي پکي  نغښتي وي  باور لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته