فرهنګ

د بي بي سي خبريال يما شيرزاد په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
په شمال ختيځ زون کې  دبي بي سي راډيو سيمه ييز خبريال يماشيرزاد تيره شپه  په يوه ترافيکي پيښه کې  ووژل شو.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال  جاويدبشارت  دباخترآژانس خبريال ته وويل : په  کندز ولايت کې دبي بي سي راډيو سيمه ييز  خبريال يماشيرزاد کله چې  له دوشي ولسوالۍ څخه  دپلخمري ښار ته روان و ، په پلخمري ښار پورې اړوند په يوغ آبي ساحه کې دده دسپرلۍ موټر له  خپل تګلوري څخه منحرف او  چپه شو او دده دوژل کيدو سبب شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دې پيښه  کې دده يو ملګرى ټپي شوى او ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول  شوى دى.
يماشيرزاد  ١٥ کاله  په بيلابيلو ملي اونړيوالو رسنيو په تيره بيا  دشمال  په راډيو بيان ،  دآلمان په دويچه ويله ،بي بي سي راډيو او دوخت په  خبري آژانس کې  دندې ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته