ښوونه او روزنه

په تحصيلي نظام کې معلوماتي ټکنالوژجۍ د پرمختګ سبب کېږي

کابل/ د سلواغې ٢٨مه/ باختر
د هېواد د دولتي پوهنتونونو د کمپيوټري شبکو د امنيت او څارنې روزنيز ورکشاپ  په لوړو زده  کړو وزارت کې جوړ شو .
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دغه ورکشاپ کې د ١٦دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژجۍ د برخې کارکوونکو او مسوولينو د انټرنټي او کمپيوټري شبکو د خوندي کولو او پراختيا په برخوکې زده کړې کوي.
د لوړو زده کړو وزارت معين ډاکټر احمد سير مهجور د ورکشاپ د پرانيستلو په غونډه کې وويل: په تېرمالي کال کې د هېواد د پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژجۍ د پروګرامونو د ودې او پراختيا او د  ITمرکزونو د جوړولو په برخه کې مو زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او د نوي مالي کال لپاره هم په دې برخه کې زيات پروګرامونه ترلاس لاندې لرو.
هغه زياته کړه چې په وروستيو کلونوکې د هېواد يوشمېر پوهنتونونه د مدرنې معلوماتي ټکنالوژۍ په سيستم سمبال شوي او د دغو بنسټونو د کارکوونکو روزنه له دوى سره مرسته کوي چې خپل کاري چارې په ښه او معياري ډول ترسره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت دمعلوماتي ټکنالوژۍ رييسې پوهنملې شکريې جمال د هېواد د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تحصيلي نظام کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پياوړتيا ته پاملرنه د دې سبب کېږي چې په تحصيلي بنسټونوکې د تحقيق، نوي کولو، علم او نورو اکاډميکي خدمتونو په برخوکې مثبت بدلونونه او اسانتياوې رامنځته شي.
ختم- ج – اکرم

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته