امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

سيمه ييز خبرځايونه وايي په کونړ ولايت کې دايساف د ځواکونو په هوايي بريد کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

  د٢٠١ سيلاو قول اردو دمطبوعاتي دفتر ويندوى جګړن شيرين اغا دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل دکونړ ولايت دماڼوګي  ولسوالۍ په کنده ګل سيمه کې  پرون دايساف  دځواکونو په هوايې بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

  دغه بريد له هغه  وروسته وشو چې مخالفينو  دملي اردو په هغه  اکمالاتي کاروان  بريد وکړ چې له اسعد اباد څخه دماڼوګي ولسوالۍ په لور روان و .

 خبرځاى وويل په دې بريد کې  افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دي اوښتي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته