سیاست

جمهور رئیس غني د بغلان ولایت مشرانو او استازو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د بغلان ولایت له یو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې د شهید وکیل علم جان مجاهد د شهادت له امله یو ځل بیا د بغلان مشرانو ته تسلیت ووایه او ارواښاد ته یې د فردوس جنت دعا وکړه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د بغلان د ولایتي شورا رئیس اسدالله شهباز، خانزاده مظلوم یار مجاهد، سیدکمال وردګ او مولوي عبدالولي راجي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د بې ځایه شویو کورنیو، د ځمکو د غصب، دکیله ګي بند، انکشافي او بیارغاونې چارو، د بغلان محلي اداره کې د اداري فساد او ناامنۍ ستونزې یې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
دغو ویناوالو د  بغلان د ولسونو د ستونزو حل ته د جمهور رئیس له پاملرنې او هلو ځلو څخه د مننې پرمهال د دغو ستونزو د حل او د شهید حاجي علم جان مجاهد د قاتلینو د نیولو او قانوني مجازات په اړه هم خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني د بغلان د ولسونو  صبر او استقامت وستایه او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته یې له بې ځایه شویو کورنیو سره د لازمو مرستو لارښوونه وکړه.
جمهور رئیس وویل، سږکال مو په کابل کې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو په خاطر ۴۰۰ کسیز خاص کنډک جوړ کړ او زرګونه غصب شوې ځمکې او جایدادونه مو بېرته راوګرځول. هغه په ټینګار وویل، راتلونکی کال به د غصب شویو ځمکو ترلاسه کولو او د غصب د مخنیوي برخه کې جدي اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د بغلان د برېښنا ستونزه به په اساسي توګه حل شي او همدارنګه به د بغلان په محلي ملکي او نظامي ادارو کې د اصلاحاتو بهیر د پلي کولو په موخه د جمهوري ریاست د سلاکار عبدالستار سعادت په مشرۍ یاد ولایت ته پلاوی واستول شي.
محمد اشرف غني وویل، د بغلان ستونزې ولسي حل غواړي، ځکه د بغلان د اکثره ستونزو لامل هغه بې عدالتۍ دي چې د یاد ولایت ولسونه ورڅخه ځورېږي. هغه د بغلان ولایت ته ټاکل شوي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د خپلو څېړنو او ارزونو تر څنګ د بغلان له مشرانو او استازو سره په ګډه یوه جامع ولسي طرحه ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
په پای کې د بغلان ولایت مشرانو او استازو د هېواد جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر او د خدای تعالی په دربار کې یې هغه ته په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته