سیاست

د کندز د ولايتي شورا رئيس او يو شمېرغړو د مشرانو جرګې له لومړي نايب سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې١مه
د کندز د ولايتي شورا رئيس او يو شمېر غړو په داسي حال کې چې څو تنو سناتورانو هم حضور درلود، د دغه ولايت روان حالت د مشرانو جرګې له لومړي نايب انجنير فرهاد سخي سره په بحث کې مطرح کړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغوى ويې ويل چې د دغه ولايت امنيتي او ټولنيز حالت ښه نه دى او خلک د دښمن له ورانکارو فعاليتونو او خوځښتونوڅخه ژوره اندېښنه لري او اړتيا ده چې د ترهګرو پر وړاندې د هېواد د امنيتي سکتور له خوا سراسري او ګټورعمليات په لاره واچول شي، ترڅو خلک راتلوونکې ته هيله من شي.
دوى دغه راز د امنيت د ټينګښت ترڅنګ په کندز ولايت کې د پراختيايي پروژو د عملي کولو او د کارموندنې د پروګرامونو د پلي کېدو او په دغو مواردوکې د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتوونکې شول.
ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب انجنير فرهاد سخي په دغه ولايت کې د شته ستونزو د تاييد ترڅنګ د سيمه ييزې حکومتوالۍ په استقرارکې د ولايتي شورا رول ګټور وباله، ويې ويل چې مطرح شوي نظريې او وړانديزونه به له اړوندو چارواکو سره شريک او په عملي کېدوکې به يې د مسئولو مقاماتو پاملرنه را واړوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته