ورزش

دهيواد دفوټبال ملي ټيم نيپال ته ځي .

کابل باختردزمري دري ويشتمه :
دهيواد دفوټبال ملي ټيم په سيف ګيم سياليوکې دګډون په مقصد چې په نيپال کې ترسره کيږي؛ په نږدې راتلوونکي کې دغه هيواد ته ځي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: د آسيا دجنوب دهيوادونو سيالۍ ټاکل شوې ده د روان کال د وږي د مياشتې په نهمه نيټه د آسيا د جنوب د اتو هيوادونو د ټيمونو په ګډون په نييال کې ترسره شي .
د دانش دڅرګندونوله مخې: دافغانستان ملي ټيم په دغو سياليوکې د بوتان ، سريلانکا او د مالديف دهيوادونوله ټيمونوسره لوبې کوي .
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليوکې د افغانستان د فوټبال دملي ټيم حکمتوب به يو برازيلي حکم په غاړه  ولري. ځکه دهيواد دفوټبال دملي ټيم ښوونکى يوسف کارګر د آسيا دکب د خليج په مقدماتي سياليوکې په څلورو سياليوکې له حکمتوب څخه بې برخې  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته