(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د بېړنيو سیمو او آثارو د ژغورنې علمي بورډ سره ګډه ناسته ترسره شوه

کابل، د غوایي ٢٧مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي نن د کابل په بابر بڼ کې د اغا خان نړیوال سازمان د بېړنيو سیمو او د تاریخي آثارو د ژغورنې علمي بورډ غړي او د آلمان د لرغونو آثارو د بیارغونې متخصص ډاکتر اروین جوزیف ایمیرلینګ، د ایتالیې د کلتوري آثارو متخصص بندرین فرانسیسکو، د چين هېواد فودان پوهنتون استادې او د منځنۍ آسيا د کلتوري میراثونو متخصصې مېرمن ووژین او د خیبر پښتونخوا د ملي موزیمونو او لرغون پوهنې رئیس ډاکتر عبدالصمد سره د کابل ښاروالۍ او کابل پوهنتون استازو په شتون کې وکتل.
په دغه ناسته کې مولوي عتیق الله عزیزي د افغانستان د تاریخي سیمو او آبداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د آغا خان سازمان په مرسته د مس عینک او نورو سیمو له روانو کارونو یې مننه وکړه.
عزيزي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د ټولو تاریخي سیمو او تاریخي آبداتو د ساتنې او غصب د مخنیوي لپاره جدي کار شوی دی.
نوموړي افغانستان په نړۍ کې د تاریخي آثارو بام وباله او له دوی يې وغوښتل، چې د افغانستان د تاریخي آبداتو او سیمو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.
ورته مهال د اغا خان نړیوال سازمان د بېړنیو سیمو او آثارو د ژغورنې علمي بورډ چې تر دې دمه د مس عینک، کابل بالاحصار او ماشین خانه څخه لیدنه کړې د مس عینک او نور تاریخي سیمو د ساتنې په برخه کې د لازمو مشورو او همکاریو ډاډ څرګند کړ.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا