امنیت

په فارياب اوسرپل کې دنهو تنووسله والو طالبانو نيول او وژل کيدل

 ميمنه باختر د زمري ١١ :

شپږتنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له افغان پوځونوسره په جګړه کې ووژل شول.

دغه  نښته تيره شپه ناوخته د دغه ولايت مرکز ميمنې ښارته څيرمه  هغه وخت رامنځته وشوه چې وسله والو طالبانو دافغان سرتيرو په کاروان بريد وکړ.

د فارياب ولايت يو امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل چې په دې يو ساعته نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل  شوي دي .

ويل کيږي په وژل شويو کسانو کې د طالبانو  يو قوماندان هم شامل دي اوپه دې نښته کې افغان ځواکونوته  زيان نه دى رسيدلى .

له بله پلوه په سرپل ولايت کې د يوې نښتې په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان دافغان سرتيرو له خوا ونيول  شول .

دغه نښته تيرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې افغان سرتيرو دطالبانو په يو پټنځاى بريد وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته