ټولنه

د میدان ښار ولسونه د زرغون افغانستان لپاره کمپاین کوي.

میدان ښار کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
د میدان ښار د بیلا بیلو سیمو ولسونو ژمنه وکړه، چې د نیالګیو دايښودلو پسرلني کمپاین کې په د زرغون افغانستان لپاره په خپلو کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو کې نیالګي کيږدي.
دغو مشرانو نن دولایت په مقام کې دیوې غونډې پر مهال د میدان وردګوله والي سره ژمنه وکړه او وویل، چې د خوندي چاپیریال لپاره به کار کوي.
د میدان وردګو والي د بیلا بیلو سیمو مشران په همدې موخه رابللي وو او ترې غوښتنه یې وکړه، چې د یو پاک او شین چاپیریال لپاره په شریکه هلې ځلې وکړي.
حیات وویل، چې خلک دې د نیالګیو دايښودلو ترڅنګ د نیالګیو روزنې او ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه د پاک او خوندي چاپیریال لپاره شنې سیمې یو اساسي شرط دی.
د ولایتي شورا منشي  شریف الله هوتک او راغلو مشرانو له والي ښاغلي حیات څخه مننه وکړه، چې تل یې د خلکو په ګټه چارو ته پاملرنه کړي.
هغوي وویل، چې دوی به هم پخپلو سیموکې پخپله خوښه نیالګي کینوي او په خبره یې د اوبوورکولو او ساتلو لپاره به یې هم په شریکه کار وکړي.
په همدې حال کې د شوې پریکړې له مخې اړونده ریاستونه او ادارې به هم د خپلو ریاستونو چاپیرل او د لویو لارو سړکونو دواړو غاړو ته نیالګي ږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته