سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بې پولې خبريالانو راپور نه شي کولاى په افغانستان کې د واقعيتونو ښکارندوى وي

 تبصره، کابل، د مرغومې ١١ مه، باختر

د بې پولې خبريالانو وروستی راپور چې افغانستان يې خبريالانو ته د ډېرو خطرناکو هېوادونو په ډله کې ياد کړى نه شي کولاى د واقعيتونو ښکارندوى وي.

د باختر آژانس مبصر ليکي:  بې پولې خبريالانو  پرون په نړۍ کې د خبريالانو او رسنيو د حالت په اړه خپل کلنى راپور خپور کړ، چې په هغه کې له عراق او سوريې وروسته افغانستان د خبريالانو او د رسنيو کار ته ډير خطرناک هېواد بلل شوى دى.

په دې راپور کې ويل شوي، چې هرکال په منځنۍ کچه ۸۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په نړۍ کې وژل کېږي، چې عراق او سوريه د قرباني خبريالانو زيات شمېر لري.

په راپور کې ويل شوي، چې د ٢٠٢٢ ميلادي کال په لړ کې په ټوله نړۍ کې ۵۸ خبريالان وژل  شوي، چې په تېرو ٤ کلونو کې ډېره لوړه کچه ښيي.

په راپور کې هغو هېوادونو ته اشاره شوې، چې خبريالان د کار په وخت کې او يا په کار پورې اړوندو قضيو کې وژل شوي دي.

سره له دې، چې افغانستان خبريالانو ته درېيم خطرناک هېواد بلل شوى؛ خو په دغه هېواد کې د هېڅ کوم خبريال د وژل کېدو يادونه نه ده شوې يعنې په ٢٠٢٢ میلادي کال کې په افغانستان کې د خبریالانو د ژولو کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، واقعيت دا دى، د دغه نړيوال بنسټ راپور زياتې نميګړتياوې او تشې لري.

په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو حالت داسې نه دى، لکه څنګه چې بې پولې خبريالانو په خپل راپور کې راوړی دی.

د دغه راپور پرخلاف، افغانستان کې د دغه هېواد د قوانينو او د شرعي حکمونو په چوکاټ کې د خبريالانو او رسنيو ملاتړ کېږي.

يو شمېر خبريالان چې په هېواد کې د امنيت د نشتوالي نارې سورې وهي زياتره هغه کسان چې مشخص هدفونه لري او پرځان د تورونو په لګولو سره غواړي په نورو هېوادونو کې ځانته ځاى پيدا کړي.

د دې ترڅنګ بهرنيو رسنيو او نړيوالو بنسټونو تل دا مطرح کړې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بيا برياليتوب سره په لسګونو رسنيو خپل کارونه بند کړي او په سلګونو خبريالانو هم خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

که نن په افغانستان کې د کومې رسنۍ د تړل کېدو خبره مطرح کېږي مخکې له دې چې د هغه د تړل کېدو دليلونه له اسلامي امارت سره پيوند ورکړي بايد د دغو رسنيو تېر کارونه او يا هم د هغوى په تړلتياوو کتنه وشي، زياتې رسنۍ وې، چې له ټاکلو مراجعو څخه مرستې ترلاسه کولې او ځانګړې تړلتياوې يې لرلې اوس چې اسلامي امارت بريالى شوى او نور د رسنيو د تړلتيا خبره د زغم وړ نه ده د رسنيو پر هدفمندانه کار ټينګار دى.

له بده مرغه پخوا يو شمېر رسنيو د ملي ګټو تعريف نه درلود او مشخص هدفونه او ټاکلې ګټې يې تعقيبولې او که نن دغه شان رسنۍ فعالې نه دي دا نو په اسلامي امارت پورې اړه نه لري بايد د دوى د کارځنډ او بندول د دوى په کړو وړو کې ولټول شي او علت يې پيدا شي.

په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې د خبريالانو ملاتړ کېږي، اسلامي امارت د کومې رسنۍ د کار پر بندولو حکم نه دى صادر کړى او هېڅ کوم خبريال نه دى ځورول شوى.

له نېکه مرغه د يو نيم کال په لړ کې چې د اسلامي امارت له بيا برياليتوب څخه تېريږي په افغانستان کې هېڅ خبريال نه دى وژل شوى نو ويلى شو، چې د بې پولې خبريالانو راپور  په معلوماتي تشه کې چمتو شوى او په هغه کې پر افغانستان د تورونو لګول بې مورده دي.

\ ج\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا