ټولنه

د هوا ککړتيا په کال کې پنځه مليونه تنه وژني او پنځه تريلونه ډالره لګښت غواړي

بي بي سي  باختر د وږي د مياشتې  ٢٠  :
په  نړۍ کې  دهوا ککړتيا په کال کې   د٥ر٥ پنځومليونو تنو دمړينې سبب کيږي او دغه رازدپنځو تريلونو  ډالرو معادل تاوان  اړوي .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې  خبر راکړ :  نړيوال بانک  په نړۍ کې دهوا دککړتيا له امله  اوښتي زيانونه   څه دپاسه پنځه مليونه تريلونه اټکل کړي دي .
ددغه  رپوټ له مخې :  چين  دهو ادککړتيا له امله  ډير زيان ليدلى دى  او دغه پديده ددغه هېوادلپاره دچين دکورني  ناخالص توليد دلسمې برخې معادل دى.
هند او کمبوديا هم دهوا دککړتيا له امله   دخپل ناخالص توليد په سلو کې کابو لس  له لاسه ورکړى دى.
دنړيوال بانک په څيړنه کې دآيسلند ټاپو دهوا دککړتيا  په ډيره ټيټه کچه کې دى.
دنړيوال بانک په رپوټ کې ويل شوي دي چې په پرمختيايي هېوادونو کې هوا دککړتيا دنورو هېوادونو څخه زيات د وګړو سلامتيا ګواښوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته