امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې په تيروڅليرويشتو ساعتوکې د هيواد په بېلابېلو سيموکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې اوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه عمليات چې د ډار اچوونکو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د کونړ، ننګرهار، قندهار ، زابل ، لوګر، هرات او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دولس تنه ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسايل او نورې سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبر له مخې: د وسايطوضدڅلور ماينونه چې وسله والو مخالفينو په دې وروستيو وختوکې د خپل ورانکارو او تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره دکونړ، ننګرهار، بلخ، قندهار، ارزګان  او دخوست د ولايتونوپه مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړي و؛ دملي پوليسو دځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې کشف اوشنډ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته