سیاست

جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه

کابل باختر دوږي دمياشتې اتمه نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د ملي امنیت شورا د پیشنهاد په اساس د یو حکم له لارې د ملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي ته د سوق او ادارې په برخه کې د ده د وړتيا دستاينې په خاطر د ډګرجنرالۍ رتبه ورکړه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال طارق شاه بهرامي ته وویل، د حکومت د رهبرۍ په کچو د نوي نسل په راتګ سره په ځانګړي ډول په امنیتي او دفاعي سکتور کې د کار په کیفیت کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري د کوښښونو او د دغو ځواکونو د قربانۍ له امله د جنګ لومړۍ مرحله په بریالیتوب سره مدیریت شوه او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په هره نقطه کې د دښمن د شومو پلانونو دشنډولو لپاره پوره تیاری لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي سکتور او همدارنګه د هېواد د ملي امنیت شورا رهبرۍ څخه د بریالیو پلانونو جوړولو کې د هر اړخیزو کوښښونو له امله مننه وکړه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د هېواد د جمهور رئیس د ښه نیت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغه د پاملرنې قدرداني وکړه
ده د هېواد د ملي امنیت شورا د غړو د قدردانۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د اړوندو امنیتي ارګانونو په ګډې همکارۍ به د افغانستان له دښمنانو سره د مبارزې په لاره کې له ټول توان څخه کار واخلي.
په دغو مراسمو کې د جمهور رئیس د دویم مرستیال محمد سرور دانش په ګډون، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه ریاست مرستیالانو انجنیر محمد خان او حاجى محمد محقق، د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري او د ملي امنیت شورا ځینو غړو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته