خبرونهټولنه

بېګم نسیم ولي خان له نړۍ سترګې پټې کړې

کابل/ د غویي ۲۶مه/ باختر

د باچا خان اینګور، د عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل پارټۍ پخوانې مشرې بېګم نسیم ولي خان د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

بېګم نسیم ولی خان د باچاخان لاروۍ وه او د ولي خان له مړینې وروسته یې د عوامي نشنل پارټۍ مشري هم کوله. هغه یوه ښه پېژندل شوې سیاستواله وه او د سیمې د ښځو غورځنګ یوه مخکښه مبارزه هم وه. هغې د باچاخان د دغې وینا پر بنسټ چې « د یوې ټولنې مدنیت له دې څرګندېږي چې ښځو ته یې څومره حقوق ورکړي دي» د ښځو د حقونو کلکه ننګه او ملاتړ کاوه. له افغانستان سره یې ځانګړې خواخوږي لرله او د جګړو دوام سخته ځوروله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته