روغتیا

په غور کې پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي وتښتول شول

فيروزکوه  باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
پنځه تنه  روغتيايي کارکوونکي پرون  د وسله والو طالبانوله خوا په غور ولايت کې  وتښتول شول.
د غور ولايت د عامې روغتيا رييس غلام نبي يګانه باخترآژانس ته وويل  چې د غور ولايت دعامې روغتيا د رياست  پنځه تنه روغتيايي کارکوونکي چې يوه ميرمن هم پکې شامله ده دوسله والو طالبانو له خوا دفيروز کوه په الايار سيمه کې يرغمل ونيول شول.
دغه کارکوونکي هغه وخت د وسله والو  مخالفانوله خوا وتښتول شول چې  دالايار دسيمې په ځينو کليو کې دماشومانو د فلج يا ګوزڼ د واکسين  دتطبيق په  حال کې و .
ده زياته کړه چې دسيمې مشرانو ددغو  روغتيايي کارکوونکو د ژغورنې لپاره  دوسله والو طالبانو له ډلې سره خبرې کړي دي.    پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته