(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د تالقانو ښاروالۍ تېر کال شاوخوا ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

۲۷– کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر

د تالقانو ښاروالۍ مسوولینو د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د لاسته راوړنو راپور د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ.

په دې غونډه کې د تالقانو ښاروال قاري نقیب الله محمد وویل، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست په ۱۴۰۱ مالي کال کې له ثابتو او غیر ثابتو عوایدو څخه شاوخوا ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او له دې جملې څخه ۳۳ میلیونه افغانۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مصرف کړي دي.

په همدې حال کې د تخار د ملي راډیو تلویزیون آمر قاري محب الله نیکزاد د تالقانو ښاروالۍ ادارې له لوري خلکو ته د حساب ورکولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، هغه ښاریان چې دولت ته مالیه ورکوي، باید پوه شي چې مالیه یې چېرته او په کومو برخو کې لګول کېږي.

له بلې خوا د ګذر یو شمېر وکیلانو او د اصنافو استازو د تالقانو ښاروالۍ ریاست د مثبتو کړنو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ښار د نظم او تنظیف لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

د يادونې وړ ده، چې د تخار د دولتي ادارو په عوایدو کې د تېر په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا