کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د جمهوري رياست د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي دمبارزو مسوول
په غزني ولايت کې له يو بمي بريد څخه روغ رمټ پاتې شو.
دسيد محمود جيلاني د سپرلۍ په کاروان پرون ناوخته کله چې په غزني ښارکې په انتخاباتي مبارزو بوخت و د بم چاودنه وشوه .
خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى رسيدلى.
د غزنى دوالي مرستيال محمدعلي احمد د دغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل : چې په دې پيښه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي مبارزو مسوول او غړو ته زيان نه دى رسيدلى.
2 د یوې دقیقې څخه لږ