(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

د تحصيلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د نصاب د پراختيا دريم پړاو کلسټر پای ته ورسېد

کابل، د کب ۵مه، باختر
د افغان نړیوال پوهنتون او د هېواد د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د پراختیا او بیا کتنې درېیم پړاو کلسټر پای ته ورسېد.
د دغه کلسټر د پای غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وويل چې افغانستان په تحصيلي ډګر کې د نړۍ له کاروان څخه شاته پاتې شوی او دغه کاروان ته د رسېدو په موخه بايد ګړندي ګامونه واخيستل شي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وويل چې د یو هېواد پرمختګ په تحصیلي بنسټونو پورې اړه لري او د تحصیلي بنسټونو پرمختګ بیا د پیاوړي تحصیلي نصاب پر مټ راتلای شي، چې په همدې موخه د لوړو زده کړو وزارت د تېر یوه کال څخه د پیاوړي نصاب په چمتو کولو بوخت دی.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمسیون غړي دوکتور عبدالجبار څپاند د کلسټر ارزونه وکړه او ویې ویل، چې د دغو کلسټرونو څخه موخه د هېواد د ۱۶۵ مختلفو تحصیلي څانکو چارې یوې لارې ته برابرول دي.
څپاند همداراز یادونه وکړه، چې د نصاب پراختیا او بیا کتنه یوه دایمي لړۍ ده او پکار ده، چې د تجربه لرونکو استادانو څخه په دې برخه کې ګټه واخيستل شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا