امنیت

په روزګان کې اته وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
اته وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه  په خاص روزګان کې هغه وخت ونښته ،  چې پوځيانو په يوې ډلې موټرسايکل سپرو طالبانو  بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغه بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه په موټرسايکل سپاره طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو  بوخت و چې پرې بريد وشو په دې نښته کې پوځيانو اوملکي کسانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته