ټولنه

د تخار خلک په سوله ييزه فضا کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي

کابل / د وږي ۱۱مه / باختر
په تخار کې د اسلامي امارت د مجاهدينو د هلوځلو په پایله کې په دغه ولايت کې امنيت تامين شوی دى او د دغه ولايت مجاهدينو او خلکو ته هېڅ راز ګواښ نشته.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت مجاهدين د مخالفينو د هر راز تحرکاتو د مخنيوي او د تخار د ورسج ولسوالۍ د ښه امنيت د تامينولو په خاطر د یادې ولسوالۍ د ولسوال په مشرۍ د مجاهدينو ۵۰ کسيزه ډله مجاهدين د مخالفينو تر ګواښ لاندې ساحو کې ځاى پرځاى شوې ده او چمتو دي چې د مخالفينو بريدونه په شا وتمبوي.
د تخار د يوې امنيتي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د تخار په ١٦ اداري واحدونو کې امنيت تامين دى او خلک په سوله ييزه فضا کې خپلو کارونوته دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مجاهدينو او د تخار خلکو له افغانستان څخه د امريکايي او د هغې د متحدو ځواکونو د ۲۰ کلن اشغال پاى په دغه ولايت کې د يوې غونډې په ترڅ کې جشن ونيو.
ج-ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا