امنیت

اووه تنه په کاپيسا کې دشوکمارۍ په تور ونيول شول .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دکاپيسا  پوليسو اووه تنه دغلا او شوکمارۍ  په تور ونيول .
دکاپيسا دامنيې قوماندانۍ دجنايي مدير شير حمله هوشمند  د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دپوليسو له خوا  دکوهستان دلومړى برخې ولسوالۍ او دکاپيسا په مرکز کې ونيول شول او له دوى څخه يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شول .
ديوبل خبرله مخې، يو پنځه کلن ماشوم تيرماښام دکاپيسا دمرکز په نواباد سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو او پوليس ددغه ماشوم دازادولو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته