سیاست

دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون نوي غړي دجمهور رييس دمرستيال له خوا معرفي شول .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش نن دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دنويو غړو دمعرفي کولو په ترڅ کې دانتخاباتي کميسيونونو په يوې والې او د عمل دخپلواکۍ ټينګار وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دجمهور رييس مرستيال وويل ددې لپاره چې انتخابات وکولاى شي خپل اصلي رول  ولوبوي او بايد په دې بهير کې خاص معيارونه رعايت کړي  چې په سرکې يې دشفافيت او دخلکو يا راى ورکوونکو دباور دترلاسه کولو معيار دى  او شفافيت په هغه صورت کې تامنيږي  چې دانتخاباتو اجرايي او نظارتي دستګاوې  ډاډمن اوباوري مديريت ولري .
  قانونپوه سروردانش زياته کړه چې د رونتيادتامينولو لپاره يو لازم او ضروري معيار په دواړو انتخاباتي کميسيونونوکې دخپلواکي او  بيطرفي  اصل او دانتخاباتو په چارو کې  دنه لاسوهنې  اصل دى.
ده ټينګار وکړ دحکومت له خوا ډاډ ورکوم چې ددغو کميسيونونو بشپړې خپلواکۍ  ته په درناوي سره له مالي او تخنيکي پلوه او دنورو اړتياو له پلوه په بشپړه  توګه دهغوى ملاتړکوو خو دهر راز لاسوهنې مخه به ونيسو .
ده په دې باندې په تينګار سره چې  دانتخاباتي کميسيونونو غړو ته لازمه ده چې په جرائت  ، قاطعيت ، متانت او هوډ سره خپلې قانوني دندې او صلاحيتونه عملي کړي وويل چې له فرصت څخه استفاده  اودانتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې  ضروري اصلاحات ددغه کميسيون لومړي ضرورت دى چې بايد په دير لنډ ممکن وخت کې داخلي ټاکنې يې ترسره شي او اجرايي دستګاه يې فعاله شي .
دجمهور رييس مرستيال داساسي قانون او دانتخاباتو دنوي قانون په رڼا کې دشکايتونودکميسيون دلايحو ، طرز العملونو او دکاري  لارښودو بيا څيړنې ته داشارې په ترڅ کې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون اختصاصي  دندو ته پاملرنه ، يوه بله ډيره مهمه مسئله وبلله او څرګنده  يې کړه چې داساسي قانون له حکم سره سم دانتخاباتو په بهير کې  دوه برخې دانتخاباتو مديريت او ترسره کول او دانتخاباتي شکايتونو او اعتراضونو دڅيړنې او څارنې برخه ده چې له اوسني سيستم  سره سم لومړي برخه يې دانتخاباتو خپلواک  کمسيون  ته او دويمه برخه يې دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته سپارل شوې ده . 
قانونپوه سروردانش  وويل  دواړه کميسيونونه   دجوړښت ، شرايطو او دفعاليت دڅرنګوالي په لحاظ يوشان دى  خو داهميت له پلوه دويمه برخه  يعنې د شکايتونو  څارنه او څيړنه  له لومړي برخې   يعنې دانتخاباتو له ترسره کولو  څخه څو برابره   مهم دى  او خلکو دباور  په بيا پيداکولو کې اساسي رول  لري .
  ده ددغه کميسيون غړو ته په خطاب  کې وويل چې تاسې  هريو دافغانستان دسترې محکمې دغړو پرځاى ناست ياست او د ډير لوړ قضايي مرجع په شان  عمل کوئ ، او دافغانستان  خلک هم  له تاسو څخه هيله لري  چې ديو عادل ، منصف ، خپلواک  بې پرې  ، پاک او هوډمن قاضي په توګه عمل وکړئ .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونو له مخې  دانتخاباتو  رونتيا  او عادلانه والي ښايي له لسګونو نورو عواملو او عناصرو سره  اړيکې ولري خو دانتخاباتو دبهير درونتيا لپاره ټاکوونکى عنصر ، دانتخاباتي شکايتونو  دکميسيون  غړي دي ځکه درونتيا او عادلانه  والي وروستۍ پريکړه ددغه کميسيون غړي دي .  دجمهور رييس  مرستيال هيله  څرګنده کړه چې دقانون په رڼا کې او دانتخاباتي کميسيونونو په هڅو او هاند سره وکولى شو دافغانستان دخلکو هيلې لکه  څنګه چې دغو خلکو ته په کار دي ترسره کړو او په نږدې راتلونکې کې دثبات او دموکراسۍ دټينګښت لپاره شفاف اوعادلانه انتخابات ولرو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته