(PS)خبرونه(PS)ورزش

د تخار د جودو لوبډلې د ۱۱ ولایتونو ترمنځ لومړۍ مقام خپل کړ

کابل، د زمري ۹مه، باختر

د جودو ملي فدراسیون د سیالیو په لومړي پړاو کې د تخار جودو لوبډلې د ۱۱ ولایتونو ترمنځ لومړۍ مقام خپل کړ.

د تخار د بدني روزنې او سپورټ  آمر احمد ضیا حقجو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د سولې او دوستۍ ترنامه لاندې د یاد ولایت د جودو فدراسیون له لوري او د تالقانو ښاروالۍ په همکاری د ولایت په مرکزي چمن کې ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، چې په دغو سیالیو کې د کابل، هرات، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، بغلان، بدخشان، پکتیا، کندز او د تخار ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ  په دریو کتګوریو او بېلا بېلو وزنونو کې ترسره شوې چې په پایله کې یې په ۶۶ کیلو ګرام وزن کې تخار لومړۍ مقام او په ۸۱ کیلو ګرام وزن کې د کندز دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړده، چې د جودو ملي فدراسیون سیالۍ د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د یوولسو ولایتونو ترمنځ د تخار په کوربه توب پیل شوې وې.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا