(PS)خبرونه(PS)ورزش

د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر

د تخار د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وايی، چې د یاد ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د یادو سیالیو د پرانیستلو پر مهال د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولینو او ګڼ شمېر ننداره چیانو ګډون کړی و.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو د یادو سیالیو د پرانیستېلو  پر مهال وویل چې دغه سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوي، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړه، چې د یاد لیګ موخه د غوره څېرو پېژندل دي.

د یو بل خبر له مخې؛ په کندز کې د انټر کلپ سیالیو د اتلولۍ جام الکوزي لوبډلې خپل کړ.

په کندز کې د کرکټ پراختیايي څانګې مشر امدالله شینواري باختر آژانس ته وویل چې له نن څخه ۳۸ ورځې وړاندې د کندز او ټولو ولسواليو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ  پیل شوې وې، چې ۸ لوبډلې کوارټر فاینل لوبو، ورپسي ۴ لوبډلو سیمي فاینل او ۲ لوبډلو هر یو الکوزي او اشرف لوبډلو فاینل لوبې ته لاره وموندله چې د دغو سیالیو لوبو لومړی مقام الکوزي لوبډلې په خپل نوم کړ او د انترکلب سیالیو د تورنمنت ګټونکی اعلان شو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا