سیاستخبرونه

د تخار سلګونو اوسېدونکو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

 کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

د تخار، عالمانو، د جوماتونو امامانو، مخورو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو په تالقانو ښار کې په یوه پرتمینه غونډه کې د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې یو شمېر عالمانو او مخورو د اسلامي امارت پر ملاتړ او دوه اړخیزو همکاریو ټينګار وکړ.

د غونډې یو تن ګډونوال شیخ عبدالبصیر په هېواد کې د ملوک الطوایفي حکومت پای ته رسول، په ټول هېواد کې بشپړ امنیټ تامینول او یو خپلواک اسلامي نظام رامنځته کول د اسلامي امارت د تېر یو کال لاسته راوړنې وبللې.

په همدې حال کې، تخار والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «که چېرې ملت زموږ څخه ناراضه شي، الله تعالی به له موږ څخه ناراضه شي او په پای که به دا نظام له منځه ولاړ شي».

هغه له ټولو مسوولینو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند او ټولنې ته خدمت وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا