امنیت

دوسله والو طالبانو پرخلاف دتاله اوبرفک دخلکو پاڅون او له دولت سره دهغوى ملاتړ .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک خلکو دوسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون  وکړ او له دولت سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
دغه خلک چې له بيلابيلو قشرونو څخه دى وايي چې دطالبانو شتون دبيرته پاتيوالي او دپرمختيايي پروژو او دحکومتوالۍ  دنه تطبيق سبب کيږي او وسله وال طالبان په هغو ساحو کې چې شتون لري  دبيګناه انسانانو په وژنې لاس پورې کوي .
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوال فيض محمد اميري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دتاله اوبرفک عالمانو ،مشرانو جهادي شخصيتونو اوخلکو په دې وروستيو وختو کې دوسله والوطالبانو پرخلاف پاڅون وکړ او په يوه غونډه کې يې سوله او امنيت دخلکو يوه جدي اړتياوبلله او ويې ويل چې طالبانو ته به دامنيت دګډوډولو اجازه ورنه کړو .
دغو پاڅون کوونکو ويلي دي چې آن داړتيا او دطالبانو دبريد په صورت کې له دغې ډلې سره جګړې ته تيار دي .
دغو مشرانو ويلي دي چې دمرکزي حکومت داستازي په توګه به  دسيمه ئيز حکومت او دملي ارزښتونو دفاع وکړي .
دتاله اوبرفک دخلکو دغه غبرګون دوسله والو طالبانو په ډلې يو کلک ګوزار بلل کيږي ځکه دغې ډلې غوښتل چې ددهنه غوري له نيولو وروسته دتاله اوبرفک ولسوالۍ چې په ګاونډ کې يې موقعيت لري هم ونيسي چې په بغلان ، پروان او باميانو کې دطالبانو دډلګيو اړيکې تامين کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته