کابل باختر د وږي د مياشتې ٦ :
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې لپاره د افغانستان د ملي عمل د تطبيق دپلان په اړوند نن د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو په وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه غونډه دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو د وزيرې سلامت عظيمي او د يوشمېر اړوندو وزارتونو او بنسټونو د معينانو او استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې لپاره د افغانستان د ملي عمل د تطبيق د پلان او په ښه توګه د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د لارو چارو د موندلو او د کوکنارو پرځاى د ګټورو بوټو د کرکيلې د لارو چارو د موندلو په باب خبرې وشوې .
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د څرنګوالي، د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې د اړوندو وزارتونو او بنسټونو د همکارۍ او همغږۍ او له دغه وزارت سره د عمل دتطبيق د پلان په باب خبــــرې وکــــړې او په دې برخه کې يې د هغوى د فعالې برخې اخيستنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د دې ترڅنګ چې د نشه يي توکو پرخلاف مبارزه او د افغانستان د ملي عمل د تطبيق پلان د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې لپاره مهم وبلل ويې ويل چې په دغه وزارت پورې په يوه اړونده خپرونه کې د نشه يي توکوپه زيانونو د پوهاوي او د دغې کرغيړنې پديدې پرخلاف د مبارزې لپاره يو ستون بيلوو.
دغه راز پوهنيارې مصطفوي دنشه يي توکو د زيانون په اړوند د عامه پوهاوي او پيغامونو او په دې اړوند د مقررو او قوانينو د تعديل په خاطر ډاډ ورکړ.
دغه رازپه دې غونډه کې د کرنې او اوبولګولو وزير ميرامان الدين حيدري او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت معينانو سيدفيصل حسيني او جاويداحمدقايم، د ملي امنيت د شورا د ستر سلاکار مرستيال عبدالوکيل وفا او د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د معينيت استازي جنرال بختياري په وار سره د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د لارو چارو او چلندونو په اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د خپلو اړوندو ارګانونو همکاري څرګنده کړه.
0 2 دقیقې لوستل