ښوونه او روزنه

دلوګر دسيمه ئيزو ټولګيو زده کوونکو قرطاسيه ترلاسه کړه .

کابل باختر دليندي پنځمه :
ديونيسف ادارې پرون په لوګر ولايت کې د يوسلو شپږو  سيمه ئيزو ټولګيو په زده کوونکو کتابونه، قرطاسيه او درسي  توکي وويشل .
  دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند محمد شاهپورعرب دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه توکي  د هغو سيمه ئيزو ټولګيو په زده کوونکو  چې دښوونځيو له  لوست څخه بې برخې پاتې دي او اوس په سيمه ئيزو ټولګيو کې په زده کړې  بوخت دي وويشل شول .   ختم_عطاالله _ اکرم
دپاکستان په پايتخت کې  له بنسټپالو سره دمقابلې لپاره  دپوځيانو ځاى پرځاى کيدل .
٣٠-اسلام اباد باختر دليندي پنځمه :
دپاکستان په اسلام اباد ښار کې  له تاوتريخوالي سره  داسلامپالو دمظاهرو له مخامخ کيدو وروسته ددغه هېواد حکومت  دپايتخت په دې برخه کې دعمومي نظم دبيا ټينګښت لپاره  داردو عسکر ځاى پرځاى کړي دي .
معترضانو  چې  دفيض اباد  په لويه لاره کې يې په تحصن لاس پورې کړي  دي دعدليې په وزير زاهد حميد مقدساتو ته دسپکاوي  تور لګولى دى  او دهغه  د ګوښه کيدو غوښتنه  کوي .
دغه اعتراضونه د حرکت لبيک يا رسول الله  په نامه  د تند لارې سازمان  په بلنه  ترسره شوي دي او لمن يې دلاهور اوکراچى په ګډون  نورو ښارونو ته هم  رسيدلې ده .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ،  په دې لويه لاره کې دمتحصنوخلکود خورولو لپاره  دپوليسو په عملياتو کې څه ناڅه  دوه سوه تنه ټپيان شوي دي .
  په ځينورارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې  څو تنه  وژل شوي هم دي او د سر داحتمالي زيان  دقيق شمير  لاتراوسه پورې په رسمي  ډول نه دى اعلام شوې
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته