اقتصاد

ددرې سوه اويا زره ډالرو په ارزښت پروژي بشپړي شوي .

کابل باختر د وري  اوومه
  دکونړ ولايت په مرکز  اسعد اباد ښار کې په دوه زره پنځه سوه متره سړک دکريړ کار بشپړ اوګټي اخستنې ته وړاندې شو .
  دکونړ والي سيد فضل الله واحدي باختر اژانس ته وويل دغه سړک دوه زره پنځه سوه متره اوږدوالي او اووه متر سور لري او داسعد اباد ښار عمومي واټ له ګاونډيو ولسواليو سره نښلولي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغه سړک په تګلوري کې  پنځه ويشت پلګوټي  هم جوړ شوي دي چې له ترانسپورتي پلوه يي داسعد اباد ښار دخلکو  ستونزي لري کړي دي .
دواحدي دڅرګندونو له مخې دپيچ دري  دسند په غاړه دشپږ زره مترو په اوږدوالي ديو استنادي ډيوال دجوړولو کار   هم بشپړ اوګټي اخستنې ته وړاندې شوي ده چې د دغه ډيوال په  جوړيدو سره په دي سيند کې داوبو دڅپانده کيدومخه هم نيول شوې ده .
  واحدي زياته کړه چې دغه پروژي دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې  پرمختيا دپروګرام له مرستو څخه ددرې سوه اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت بشپړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته