ټولنه

په روزګان کې يو سړک جوړ شو

کابل / د غویي ۲مه / باختر
د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې يو کليوالي سړک نن پرانیستل شو.
دغه سړک د ١٨٠٠ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور سره ترينکوټ ښار ته څېرمه جوړ شوى دى.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د دغه سړک په جوړولو او کرېړ اچولو کې ۶۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
د روزګان د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک په جوړېدو سره د سيمې خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته