امنیت

نوى خبر په پروان کې د يوې خيريه موسسې درې تنه کارکوونکي د طالبانو له خوا ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
وسله والو طالبانو په پروان ولايت کې د يوې خيريه موسسې درې تنه کارکوونکي په ډزو سره ووژل.
يرغلګرو نن په شيخ علي ولسوالۍ کې په کريم آقاخان پورې اړوند د فوکس د خيريه موسسې د کارکوونکو د سپرلۍ موټر ودراوه او هغوى يې په ډزو سره ووژل .
په دې پيښه کې د يوې ميرمنې په ګډون د دغې موسسې درې تنه کارکوونکي ووژل شول.
د فوکس موسسه د ښوونې او روزنې په برخه کې د هېواد په ځينو سيموکې فعاليت کوي.
د پروان ولايت د شيخ علي ولسوال نور آقا سامع له باختر آژانس سره په اړيکه کې د طالبانو له خوا د فوکس د خيريه موسسې د دغو دريو تنو کارکوونکو وژل تاييدکړل او ويې ويل چې يرغلګر په دغو کارکوونکو له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شول.
سامع وويل: دغه درې تنه مرستندويان له امنيتي ځواکونو سره له همغږۍ پرته د شيخ علي نا امنې سيمې ته تللي وو.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو د پروان سيمه ييز مسوولين طالبان د دغو مرستندويانو د وژلو مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته