روغتیا

د انګلستان دولت له افغانستان سره دڅلور اعشاريه دريو مليونو پونډو مرسته وکړه.

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
د انګلستان دولت د څلور اعشاريه دريو مليونوپونډو دمرستې قرارداد نن د فوايد عامې وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتو دسازمان دپروژه يي خدمتونو د دفتر ترمنځ لاسليک شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د انګلستان دولت دهيواد لويو لارو ، ولايتي اوسيمه ييزو سړکونو، د ساتنې او څارنې لپاره د فوايد عامې وزارت د ظرفيتونو د لوړولو لپاره له دغه وزارت سره د څلور اعشاريه دريو مليونو پونډو مرسته کوي.
د فوايد عامې وزير ډيپلوم انجينير نجيب الله اوژن د دغه قرارداد له لاسليک کولو وروسته خبرې وکړې او ويې ويل: په قرارداد کې شاملې پيسې به د فوايد عامې وزارت په دې بريالې کړې چې د سړکونو دساتنې او څارنې ستراتيژي چې ددغه وزارت له خوا برابره شوې ده؛ د وزيرانو شوار له خوا تاييد شوې ده او هم دسړکونو پاليسى تطبيق او د سړکونو دساتنې او څارنې په برخه کې نوى الکترونيکي او دحق العبور سيستم جوړ کړى.
د فوايد عامې وزير دغه راز وويل : په همدې مقصد په پام کې دى چې دهيواد دلويو لارو په تګلورې کې په شپيتو مناسبو ځايونو کې مراقبتي يونټونه جوړ کړي.
اوژن زياته کړه: دکورنيو او بهرنيو د درندو ليږدونکو وسايطو له پلوه د افغانستان سړکونونه د نږدې اتيا ملياردو افغانيو زيان اوښتې دي.
ده په دې وخت کې د دولتي او خصوصي ادارو له هغو مسوولينو څخه چې د ليږدونو په برخه کې فعاليت کوي، يوځل بياوغوښتل چې دهيواد دملي پانګې د ساتنې او د لويولارو او د سړکونو د زياتې ويجاړتيا دمخنيوي په خاطر دې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.
د فوايد عامې د وزير دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده دغه پيسې د٢٠١٣ کال د فبروري دمياشتې له پيل څخه د٢٠١٦ کال د جنوري دمياشتې ترپاى پورې د يو ،ان ،او ،پي اس له لارې د دغه وزارت په همکارى په دې لاره کې ولګول شي.
دغه راز دملګرو ملتو دسازمان د پروژه يي خدمتونو د دفتر استازى وويل : دغه پيسې د فوايدعامې وزارت په دې بريالي کوي چې د خپلو منسوبينو دکاري ظرفيتونو په لوړولو کې استفاده وکړي چې افغانستان ښه سړکونه ولري.
ده د نړۍ د هيوادونو تجربوته اشاره وکړه او زياته يې کړه: دسړکونو جوړول دهغو له ساتنې او څارنې څخه آسانه دي. ده دتوکيو په کنفرانس کې د انګلستان ژمنوته اشاره وکړه او ويې ويل چې د انګستان دولت د افغانستان سره په کال کې د يوسلو اته اويا مليونو پوڼدو مرسته کوي .
دغه قرارداد د فوايد عامې د وزير انجينير نجيب الله اوژن او په کابل کې د ملګرو ملتو د سازمان دپروژه يي خدمتونو د دفتر د استازى مايکو ملليو له خوا لاسليک شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته