کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دغزني مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې په پاکستاني کلدارو دپيرودنې اوپلورنې کچه په سلوکې نوي کمښت موندلى دى .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دغزني والي وحيد الله کليمزي دپاکستاني کلدارودچلند دمخنيوي، دولايتي کمېټې دغړو په غونډه کې چې دغزني دپوځي اوملکي مسوولينو په ګډون جوړه شوه وويل: په دغه ولايت کې په پاکستاني روپيو دپيرودنې اوپلورنې کچه په سلو کې نوي کمښت موندلى دى .
هغه زياته کړه چې په دې موده کې څه دپاسه سل تجارتي مرکزونه دسرغړونې له امله تړل مهرلاک او يوشمېر مکرر سرغړونکى يې عدلي اوقضايي مرکزونو ته معرفي کړي دي .
دغزني والي دموظفې کمېټې دکارونو په ستاينې سره په پاکستاني روپيو دراکړې ورکړې دمخنيوي په لاره کې ددوى په زيات جديت ، دقت او هلوځلو ټينګار وکړ .
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل