سیاست

اعلاميه

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
په مزارشريف ښار کې دالمان په فونسلګري دتيرې  شپې دتروريستي بريد په اړوند دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت په مزارشريف ښار کې ددوست هېواد ، دالمان دفدرالي  جمهوريت په قونسلګري  دتيرې شپې تروريستي بريد په کلکه وغانده .
تروريستانو په دغه ټکان ورکوونکي جنايت او په ديپلوماتيکي اماکنو او داستوګنې په کورونو په بريدسره يوځل بيا يو ډير سخت وحشت چې له بشريت سره په  دښمنۍ کې په هغه لاس پورې کوي نندارې ته وړاندې کړ.
  هغه قربانۍ چې دغه وحشيانه بريددمزارشريف ښار له خلکو څخه واخستى او هغه تاوانونه يې چې دغې قونسلګرۍ  ته اړولي دي يوځل بيا ثابتوي چې تروريستان دافغانستان دخلکو ګډ دښمن او دهغوى نړيوال دوستان دي .
لکه څنګه چې  دالمان فدرالي جمهوريت  دافغانستان لرغوني دوست دى او په تيره بيا په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې  په سخاوتمندانه  همکاريو او په  بيلابيلو  برخو کې په هراړخيز ملاتړ سره ، دافغانستان ددولت او خلکو ترڅنګ  ولاړ دى ، دافغانستان داسلامي  جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت باورلري چې  په مزارشريف  ښار کې ددغه دوست هېواد په قونسلګري  دتروريستانو دغه بريد دافغانستان  او المان ترمنځ دوستانه اړيکو اوهمکاريو ته هيڅ راز زيان نه لري بلکې ددوى دګډ دښمن په توګه دتروريزم له کرغيړنې پديدې سره مبارزه  کې ددواړو هېوادونو اراده او هوډلاپسې  جدي کوي .
دبهرنيو چارو وزارت ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت دهيلې او دقربانيانو له کوروينو سره دهمدردۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې دټپيانو دبيا روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته