
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د تخار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د پوهنې وزارت له لوري ورته یو میلیون او ۴۷۱ زره ټوکه درسي کتابونه سپارل شوي دي.
د د دغه ولایت د پوهنې رييس مولوي حزب الله مبشر وويل، چې په نږدې ورځو کې به د دغه ولايت په ټولو دولتي ښوونځيو کې د يادو کتابونو د وېش لړۍ پيل شي، چې ورسره به ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه کمه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې رياست له خوا ترلاسه شوي کتابونه په دري، پښتو او ازبکي ژبو چاپ شوي، چې په هر ښوونځي کې به د زده کوونکو په مورنۍ ژبه ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې په تخار کې د يو شمېر ښوونځيو مسوولينو او زده کوونکو په ښوونځيو کې د درسي کتابونو له نشتوالي شکايت کاوه.
لمر