سیاست

ميرمن حنارباني کهر : افغانستان ته ګواښ پاکستان ته ګواښ دي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دافغانستان دبهرنيو چارو  وزير ډاکتر زلمي رسول نن له خپلې پاکستاني سيالې  سره له کتنې وروسته په يو خبري کنفرانس کې وويل  دافغانستان دسولې له بهيرسره دپاکستان ملاتړ  موږ ته هم کليدي ارزښت لري .

دباختر داطﻻعاتي اژانس  دخبرله مخې  ډاکترزلمي رسول چې دپاکستان دبهرنيو چارو له وزيرې ميرمن حنارباني کهر سره په گډه له خبريالانو سره خبري کولي  دغه راز وويل دايمي سولې ته رسيدل ددواړو هيوادونو ترمنځ دصادقانه او عملي همکاريو غوښتنه کوي  ،

دبهرنيو چارو وزير زياته کړه   له شک پرته  دغه شان ګډي صادقانه اوعملي هلې ځلې کولاي شي  دسولې لپاره  زمينه  چې ددواړو هيوادونو  دخلکو غوښتنې اومقدسي هيلې دي برابره کړي.

ده وويل هيله لرم چې کابل  ته ستاسو سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ  ددوه اړخيزو همکاريو اوداړيکو نوى پړاو پرانستل شي  .

په همدي حال کې  دپاکستان دبهرنيو چارو  وزيرې  وويل زموږ په هدفونو کې هيڅ راز ابهام  نشته هغه ننګونې  چې دواړه هيوادونه ورسره مخامخ دي پاکستان تل دافغانستان  ديووالې اوخپلواکې ملاتړ کړي دي  افغانستان ته هرراز ګواښ پاکستان ته  ګواښ دي .

دې زياته کړه په افغانستان کې  د سولې اوثبات نشتوالې  په پاکستان  اوپه سيمه کې دتاوتريخوالې  سبب کېږي  اوهيله لرم چې  دافغانستان له خلکو او حکومت سره زموږ  دوستي دايمي اوهميشني وي.

په دې  خبري غونډه کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې وويل دسولې بهير په افغانانو پوري اړه لري پاکستان ددغه بهيرملاتړ کوي  او دغه بهير دسيمي او دنړيوالې ټولنې دملاتړ وړګړځيدلي دي.

په همدي حال کې  دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول په نږدي راتلوونکې کال  کې پاکستان ته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي دسفر خبرورکړ  او ويې ويل  هيله ده چې دغه سفر دپاکستان له دولت سره ددوه اړخيزو اړيکو او متقابلې همکاري زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته