فرهنګ

د غازي امان الله خان د پروګرامونو بیا کتنه

کابل / د وږي١٤مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په ویاړ څو ورځې وړاندې په کابل کې یو علمي – څېړنیز سیمینار جوړ کړی و. په دغه سیمینار کې یو شمېر پوهانو او د پوهنتون استادانو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې وې. که څه هم سیمینار د غازي امان الله خان فرهنګي کړنو او نوښتونو ته ځانګړی شوی و، خو په ټوله کې د هغه ستر غازي سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو ته هم کتنه وشوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه سیمینار د مقالو ټولګه ( موږ او نوپالنه) تر سرلیک لاندې چاپ کړې ده او ټاکل شوې ده سبا په یوې پرتمینه غونډه کې د هغې مخکتنه وشي. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي: تر ټولو لومړۍ پوښتنه ښایي دا وي چې ولې دغه راز سیمینار ته اړتیا وه او ولې د دغه سیمینار د مقالو د ټولګې چاپولو ته اړتیا وه؟ موږ باید د دغې پوښتنې ځواب له اوسنیو شرایطو سره د غازي امان الله د واکمنۍ د شرایطو په پرتله کولو کې ولټوو. غازي امان الله خان د بدلونونو او اصلاحاتو له هر اړخیز پروګرام سره رامخې ته شو. ده غوښتل چې افغانستان باید یو مډرن او پرمختللی دولت وي. د دغه راز دولت د جوړولو لپاره ده په ټولو برخو کې یو ډېر پرمختللی پروګرام وړاندې کړ. تر یو بریده د خپل پروګرام په عملي کولو کې بریالی هم شو، خو وروسته دغه پروګرام ماته وخوړه او غازي امان الله خان هم د وطن پرېښودو ته اړ شو. موږ اړتیا لرو چې په لومړي ګام کې دغازي امان الله خان ټول پروګرامونه په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړو او بیا د دغو پروګرامونو د ماتې پر دلایلو او علتونو رڼا واچوو او د نن لپاره ترې درس او پند واخلو. د تاریخ ارزښت په دې کې دی چې نوی نسل ترې د خپلې ښې راتلونکې لپاره درس او پند واخلي، له دې پرته به تاریخ د زړو کیسو او افسانو له بیانولو پرته بله مانا ونه لري. افغانانو له نن څخه ١٩ کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مستقیم ملاتړ او مرسته د نظام جوړونې بهیر پيل کړ. موږ په تېرو نولسو کلونو کې په ټولو برخو کې ډېر پرمختګ کړی دی. نن افغانستان د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو د ولاړ نظام خاوند دی. خلک د خپل ملی حاکمیت خاوندان دي او د واک برخلیک ټاکي. خو له بده مرغه نن کټ مټ د غازي امان الله خان د واکمنۍ په څېر له یوې او بلې خوا د ګواښ او خطر خرې کېږي. نن بیا دا ویره شته چې که کوچنۍ تېروتنه وشي، نو ښایي موږ ټولې هغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو چې په تېرو نولسو کلونو کې مو په خورا زیار او خوارۍ ترلاسه کړي دي. نن یو ځل بیا دا ویره شته چې د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ نظام ړنګ شي. د دغه خطر او ګواښ په پام کې نیولو سره موږ د اماني دورې بیا کتنې ته اړتیا لرو، موږ د هغې دورې د ټولو لوړو ژورو بیا کتنې ته اړتیا لرو، موږ د غازي امان الله خان د ټولو پروګرامونو هر اړخیزې مطالعې او څېړنې ته اړتیا لرو او موږ د دغو پروګرامونو د ماتې د ټولو لاملونو راسپړلو او څېړلو ته اړتیا لرو. د دغې اړتیا له مخې، هم د سیمینار جوړول یو ګټور ګام و او هم د دغه سیمینار د مقالو د ټولګې چاپول. په مقالو کې د امان الله خان پروګرامونه ارزول شوي دي او د دغو پروګرامونو د ماتې پر لاملونو هم بحث شوی دی. وړاندیز مو دا دی چې دغه ټولګه د هېواد پوهنتونونو او نورو علمي – اکاډمیکو مرکزونو ته واستول شي، محصلینو او نورو ځوانانو ته ورسېږي چې هغوی اماني دوره نه یوازې د تشو خبرو او کیسو له مخې، بلکې د علمي مستندو معلوماتو له مخې په ښه او دقیقه توګه وپېژني او له هغې دورې د نن او راتلونکې لپاره ښه درسونه او پندونه واخلي. پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته