کابل باختر دمرغومي اوولسمه :
په تيريوکال کې په ننګرهار ولايت کې کابو ٢٠٠ بنسټيزې طرحې عملي او داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
په دغو پرمختيايي طرحو کې د پلونو او پلګوټو ، ښوونځيو درملتونونو ، اداري تاسيساتو او دسړکونو جوړول ، دواټونو پخول ، دبزګرانو دملاتړ دپروژو عملي کول او خلکو په تيره بيا بې سرپرستو ميرمنو ته دکاري فرصتونو برابرول شامل و چې ددغه ولايت په کچه عملي شوي دي .
دننګرهار والي محمد ګلاب منګل باختراژانس ته وويل چې ددغو پرمختيايي پروژو په عملي کولو کې دافغانستان دحکومت له خوا کابو شپږ سوه مليونه افغانۍ لګيدلي دي .
ده وويل چې ددغو پروژو دعملي کولو په بهير کې سلو زرو تنو ځوانانو ته دکار اوعوايدو زمينه برابره شوه .
په همدې حال کې ننګرهاريان وايي چې دپرمختيايي پروژو تطبيق دهرې ورځې په تيريدو سره دکورنيو داقتصاد دودې او انکشاف او هم دهغوى دټولنيزو اړتياو دلرې کيدو سبب شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل